IQNA

د افغانستان دمیرمنو په ضد د محدویتونو  د ختمولو لپاره دملګروملتو غوښته

7:49 - March 09, 2024
د خبر لمبر: 3488845
ایکنا- په افغانستان کې د میرمنو لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې  د میرمنې دنړیوالې ورځې  یعني د  مارچ د اتمې نیټې په مناسبت  یوه اعلامیه خپره کړې ده او یو ځل  ئې بیان په دغه  هیواد کې د میرمنو لپاره د محدودویّتونو دختمولو غوښتنه کړې ده.

ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د میرمنو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې آلیسون داویډّین په یوې اعلامیې کې  د میرمنې د نړیوالې ورځې  یعني د مارچ په اتمه نیټه ،د جنګ، بې وځلۍ او انزوا په روانو چیلنجونو او  مشکلاتو کې د افغان میرمنو  او انجونو په ورکوټي  او راټولې کړئ شوي فضا باندې د غور کولو لپاره د نړیوالې ټولنې په فوري اوجدی اقدام ټينګار وکړ.

هغې په دې په ټينګار سره چې  دافغانستان میرمنو د حقوقو لپاره مبارزه یوه نړیواله مبارزه ده ، خبرداری ورکړ، چې  ددغو محدودیّتونو له ختمولو پرته  په افغنستان کې په بې وځلۍ او انزوا کې  دلازیات ډوبیدا خطره  موجوده وي او پر افغان میرمنو د طالبانو  محدودیّتونه،د افغانستان د بشری حقوقو د نړیوالو ژمنتیاؤ خلاف ورزي کوي.

  همداراز  په دغې اعلامې کې  په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ د پلاوی (یوناما)د مشرې رزا اوتونبایوا  له قوله هم پر افغان میرمنو د پانګونې د دوه برابره کولو  په ضرورت ټينګار شوی دی.اوتونبایوا ټينګار کړی دی ،  په افغانستان کې اوسنی حالت په قصدي اوبوږنونکي ډول افغان میرمنو او ښځو ته تاوان رسوي او  یوې تل پاتې سولې اوهوساینې ته  درسیدا لپاره  لاره بندوي.

د ملګروملتو د راپور په اساس سږکال  په افغانستان کې څه دپاسه دولس میلیونه  میرمنې د انسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان  طالبلانو د ښو نځي له شپږم صنفه پورته د  او په پوهنتونونوکې  د میرمینو  او انجونو شتون منع کړی دی او  د دوي د کارروزګار او تګ راتګ لپاره یو لړ محدودیّتونه وضع کړي دی او  د دوي عمومی شتون ئې په سخته محدود کړی دی. 

پر دې سربیره افغان میرمنو وخت په وخت  دطالبانو د سیاستونو په ضد په بندوا و پرانیستو فضاؤ کې مظاهرې او اعتراضونه کړي دی چې  د ددغې ډلې د امنیتی مامورانو په لاس  دځينو دنیول کیدا سبب شوي دي.

د بشری حقوقو ، ترپام  وړپورې  کارپيژاندي ، اورګانونه او فعالان پهدې اند دي چې  دافغان میرمنو په ضد د طالبانو سیاستونه ،دجنسیتي آپارټائيډ  په معنا دي.  

https://iqna.ir/fa/news/4204149

 

captcha